ایکنانیوز راپور راکړی، په عربستان کې د عمرې روان موسم ، د بهرنیو زیارتوالو او حاجیانو د شتون په بې مخینې څپې سره یو ځاي شوی دی.
د عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت وئيلي دي، چې له پنځو میاشتو هم په کمې مودې کې څه دپاسه څلور میلیون کسانو د مفردې عمرې د زیارت لپاره د ویزې غوښتې ثبت شوي دي.
ترڅو مخکې کلونو پورې، د کرونائي محدودیتونو او دبیخ بینائي مشکلاتو څپې،د عمرې د زیارتوالو دزیاتیدا خنډ شوې وې ، خو له تیرو دوو کلونو راهسې ،سعودیانو د ؛نسک ؛ سسټم په پرانیستو سره ، د بهرنیو زیارتوالو او حاجیانو لپاره له واسطې پرته د و یزې مستقیمې غوښتې نظام برابر کړ.
د عربستان دحج اوعمرې د چارو د وزارت د اعلان په اساس، د عمرې زیاتره غوښتونکي له پاکستان،انډونیشیا، هندوستان ،عراق او مصر هیوادونو څخه دي.
دسعودي عربستان چارواکي وائي ، چې آسان او سمارټ زیارتونو رودې ، عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید ته تر یوه بل ګامه نزدې کړی او د ټوریزم د عایداتو زیاتیدا ئې هم ترډیره حده زیاته کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4312425